کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل-کندهار لویی لارې ګیرپاته مسافرین ژغورل شوي

11 حوت 1397 ساعت 13:12



 
د آوا په ګزارش سره، د غزنی ولایت ګیلان ولسوالی پولیس، تیره شپه په لومړیو کې ۳۵۰ تنه مسافرین او موټر چلوونکې چی د زابل ولایت پش کنده سیمې کې د واوری او یو تانکر منحرف کیدو له امله د کابل-کندهار په لویه کې لاره کې ګیر پاته وو، ژغورلي او مسکونی سیمو ته رسولی دی.
د زابل ولایت پولیس هم تیره شپه ناوقته د غزنی پرسونل سره اړیکې نیولو وروسته سیمی ته رسیدلی.
که څه هم یاد سیمه زابل ولایت پوری اړوند دی خو غزنی ګیلان ولسوالی پولیس هم د ترافیک په وړاندی د لاری خلاصولو لپاره په کار بوخت دی.
 


د مطلب کود: 180600

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180600/د-کابل-کندهار-لویی-لارې-ګیرپاته-مسافرین-ژغورل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com