دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 180605
هلمند ۲۱۵ میوند قول اردو ودانۍ باندی ډله ییز برید ۲۰ تنو وسله والو په وژل کېدو سره پای ته ورسید
ځایي چارواکي وایي په هلمند کې د ۲۱۵میوند قول اردو پر ودانۍ ډله ییز برید د ۲۰ وسله والو په وژل کېدو سره پای ته رسیدلی دی.

د هملند ولایت رسنیز دفتر د خبر له مخې دغه ډله ییز برید چې تېره شپه درې بجې پیل شوي وو نن له ځایي وخت سره سم په اوه نیمو بجو د ۲۰ برید ګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی، خبر پاڼه زیاتوي چې په دغو بریدګرو کې اته ځانمرګي هم شامل وو.
د اعلامیې  په حواله په برید کې پنځه پوځیان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.
بل خوا وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی  او رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې یې د ګارنېزون  پر قومندان سربېره د ګڼ سرتېرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
وسله وال طالبان وایي جګړه اوس هم روانه ده او  جنګیالي له دولتي عسکرو سره په جګړه بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdcfxxdytw6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته