دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 180607
د مالیې وزارت سرپرست او د اسیایي پراختیا بانک مرستیال د اقتصادي همکاریو په پیاوړي کولو خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د کب میاشتې په ۸ مه نېټه د اسیایی پراختیا بانک منځنۍ مودې بیالیدنې صندوق د څنډې په ناستو کې د فیلیپین پلازمېنې مانیلا کې د نوموړي بانک په مرکز کې د اسیایي پراختیا بانک له مرستیال ښاغلي شکسین چین، سره ولیدل.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او اسیایي پراختیا بانک ترمنځ د همکاریو په پياوړتیا، اقتصادي ودې او بېوزلۍ کمولو په تړاو د نظرونو تبادله وکړه.
ښاغلي ډاکټر قیومي، د اسیایي پراختیا له بانک څخه چې د افغانستان د زېربنایي پروژو له پراختیا او سیمه ایزې نښلونې ملاتړ کوي مننه وکړه. په دې پروژو کې د سالنګ تونل، د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان برېښنا نښلونه او د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان ګازو نللیکه نښلول شامل دي. یادې پروژې له افغانستان سره مرسته کوي، څو په خپل ستراتېژیک جغرافیایي موقعیت او سیمه ایز اتصال پانګونه وکړي.
د اسیایي پراختیا بانک، مرستیال په اقتصادي او مالي اصلاحاتو کې د افغان حکومت پرمختګ او ځان بسیاینې ته مخکښتوب تصدیق کړل او د ۲۰۱۸ کال نوامبر په میاشت کې د جینوا کنفرانس بریالي تر سره کېدل، چې د سولې، سوکالۍ او ځان بسیاینې لپاره یې د افغانستان او نړیوالې ټولنې همکارۍ نوې کړې مبارکي ورکړه.
د اسیایي پراختیا بانک، د افغانستان له سترو پراختیایي شریکانو څخه دی، چې له دې هیواد سره د زېربنا لکه، د انرژۍ پروژې، کرنې، ټرانسپورټ، کلیو پراختیا او طبیعي سرچینو په برخو کې مرسته کوي او همدا شان نوموړي بانک د نړیوالې ټولنې ترمنځ د مرستو له همغږۍ د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کړی او په افغانستان کې له پراختیایي شریکانو سره له نږدې همکاري کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvvnzq23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته