دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 180610
غوربند کې ۴۵۰۰ پیریدونکو ته د برښنا لیږد د تجهیزاتو چمتو کول
نوموړې پروژه څلورڅلویښت میلیونه او څلورسوه څلور څلویښت زره او څلور سوه (۴۴.۴۴۴.۴۰۰) افغانۍ ارزښت لري، چې د مالیې وزارت له انکشافي بودجې څخه تمویلیږي او چارې به یې د راتلونکو څلور میاشتو په لړ کې بشپړې شي.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب د همکار د سیم او کیبلونو د تولیدي شرکت له رئیس سره د پروان برښنا اړوند د غوربند د ۲۰ کیلوولټ ډبل سرکت مزي د سیم او کیبلونو د دوولاټونو پروژې د چمتو کولو تړون لاسلیک کړ.
نوموړې پروژه څلورڅلویښت میلیونه او څلورسوه څلور څلویښت زره او څلور سوه (۴۴.۴۴۴.۴۰۰) افغانۍ ارزښت لري، چې د مالیې وزارت له انکشافي بودجې څخه تمویلیږي او چارې به یې د راتلونکو څلور میاشتو په لړ کې بشپړې شي.
د غوربند ۲۰ کیلوولټ شبکه د ۱۰ میګاواټه برښنا ظرفیت لري، چې په لومړي پړاو کې ۴۵۰۰ پیریدونکو ته د برښنا شبکې د جوړولو زمینه برابروي او په راتلونکي کې به د شینواري او سیاه ګرد ولسوالۍ لس زره (۱۰۰۰۰) پیریدونکو ته هم برښنا ورسوي، چې چارې به یې تر راتلونکو ۹ میاشتو پورې بشپړې شي.
دغه راز ټاکل شوي د سٌرخ پارسا او شیخ علي ولسوالیو لپاره هم په راتلونکي کې د پٌشته سرخ څخه د یو سب ستیشن په جوړولو د برښنا لیږدولو چارې پیل شي.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولین هڅه کوي، چې د هیواد ګوټ ګوټ ته له امکاناتو سره سم ګام په ګام د برښنا شبکې جوړې او برښنايي خدمتونه ورته ورسوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8gb8grhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته