کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ښار کې سیلابونو د استوګنې زرګونه کورونه ویجاړکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 حوت 1397 ساعت 15:58

د فراه ولایت د لور کوه او فراه رود له لوري راغلیو سیلابونو د فراه ښار د لومړۍ ناحیې په ګډون د شیخ آباد، شور آباد، حنیف آباد، چارباغ او د ښار نورې اړوند سیمې لاندې کړې دي.



د سیلابونو په اوبو کې د ښار سلګونه ښاریان بند پاتې دي؛ خو امنیتي ځواکونه هڅې کوي، چې د خپلو هاموی او رنجر موترو په مرسته بند کسان وژغوري.
که څه هم د ځاني زیانونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویل شوي؛ خو شیخ آباد او حنیف آباد سیمې تر اوبو لاندې راغلي او زرګونه کورونه یې ویجاړ شوي دي.
 


د مطلب کود: 180611

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180611/په-فراه-ښار-کې-سیلابونو-د-استوګنې-زرګونه-کورونه-ویجاړکړي

آوا
  https://www.avapress.com