دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 180611
په فراه ښار کې سیلابونو د استوګنې زرګونه کورونه ویجاړکړي
د فراه ولایت د لور کوه او فراه رود له لوري راغلیو سیلابونو د فراه ښار د لومړۍ ناحیې په ګډون د شیخ آباد، شور آباد، حنیف آباد، چارباغ او د ښار نورې اړوند سیمې لاندې کړې دي.

د سیلابونو په اوبو کې د ښار سلګونه ښاریان بند پاتې دي؛ خو امنیتي ځواکونه هڅې کوي، چې د خپلو هاموی او رنجر موترو په مرسته بند کسان وژغوري.
که څه هم د ځاني زیانونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویل شوي؛ خو شیخ آباد او حنیف آباد سیمې تر اوبو لاندې راغلي او زرګونه کورونه یې ویجاړ شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsxqss2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته