دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۰
د مطلب کود : 180633
کندهار ولایت کې سختو اورښتونو له امله ۱۰ تنه مړه شوي
په کندهار کې د تېرې شپې د سختو اورښتونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه مړه شوي او ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

ځایي چارواکي وایي، د کندهار ښار په لویه ویاله، او د دغو ولایت په دامان او سپین بولدک ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله سیلابونه را و تلي لس تنه پکې مړه شوي دي.
د ځایي چارواکو په خبره په دغو سیلابونو کې د یو شمېر خلکو کورونه هم نړیدلي او خلکو ته ګڼ مالي زیاتونه اوښتي دي.
د کندهار ولایت رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دوي د خلکو د ژغولو لپاره د هوایي ځواک په مرسته هڅې پیل کړې دي.
د اعلامېې په حواله د دغو ولایت په پنجوایي او ارغندآب ولسوالیو کې یې ځایي خلک چې ډېره برخه یې کوچیان وو له سیلابونو څخه خوندي ځایونو ته د الوتکو په مټ لیږدولي دي.
د یادونې وړ دی چې د طبیعي پیښو پر ضد د مبارزې ادارې له لوري د نورو اورښتونو اټکل او د زیاتو سیلابونو د را وتلو وړاند ویینه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcgwz9qwak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته