کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار ولایت کې سختو اورښتونو له امله ۱۰ تنه مړه شوي

11 حوت 1397 ساعت 19:40

په کندهار کې د تېرې شپې د سختو اورښتونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه مړه شوي او ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.



ځایي چارواکي وایي، د کندهار ښار په لویه ویاله، او د دغو ولایت په دامان او سپین بولدک ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله سیلابونه را و تلي لس تنه پکې مړه شوي دي.
د ځایي چارواکو په خبره په دغو سیلابونو کې د یو شمېر خلکو کورونه هم نړیدلي او خلکو ته ګڼ مالي زیاتونه اوښتي دي.
د کندهار ولایت رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دوي د خلکو د ژغولو لپاره د هوایي ځواک په مرسته هڅې پیل کړې دي.
د اعلامېې په حواله د دغو ولایت په پنجوایي او ارغندآب ولسوالیو کې یې ځایي خلک چې ډېره برخه یې کوچیان وو له سیلابونو څخه خوندي ځایونو ته د الوتکو په مټ لیږدولي دي.
د یادونې وړ دی چې د طبیعي پیښو پر ضد د مبارزې ادارې له لوري د نورو اورښتونو اټکل او د زیاتو سیلابونو د را وتلو وړاند ویینه شوې ده.
 


د مطلب کود: 180633

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180633/کندهار-ولایت-کې-سختو-اورښتونو-له-امله-۱۰-تنه-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com