دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۶
د مطلب کود : 180634
سرپل ولایت کې ۲۰ تنه دولتي سرتېري وژل شوي
سیمه ییزې سرچینې وايي چې په سرپل ولایت کې د طالبانو په یو کمين کې نږدې ۲۰ دولتي سرتېري وژل شوي او ټپیان دي او ځیني يې د دولت وسله والو مخالفینو نیولي دي.

طالبانو پرون د دولتي ځواکونو پر یو کتار چې د یاد ولایت سانچارک پر لور روان و، د سرپل  سوزمه کلا ولسوالۍ اړوند په دوابه سیمه کې برید کړی دی.
د سانچارک ولسوال نقیب الله وايي چې د وسله والو مخالفینو په کمين کې ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغه راز نوموړي ادعا وکړه چې په دې پېښه کې دېرش وسله وال طالبان وژل شوي او ځیني نور ټپیان دي.
خو د پېښې له ځایه یوې سرچينې رسنیو ته وویل چې په دې نښته کې طالبانو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري خو په دې نښته کې ۱۸ دولتي ځواکونه وژل شوي، یو شمېر ټپیان دي او ځیني نور برمته شوي دي.
د سرچينې په وینا، طالبانو د امنیتي ځواکونو څو موټرو او زغره والو ټانکونو ته هم اور اچولی دی.
طالبان وایي چې په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او د دې ځواکونو اته ټانکونه هم ویجاړ شوي دي.
هغوی زیاتوي چې ۱۳ دولتي ځواکونه د طالبانو له لوري برمته شوي او اته ټانکونه هم د هغوی لاس ته ورغلي دي.
 
https://avapress.com/vdchxvnzk23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته