کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دانش: نوي کمېشنران دې د ټاکنو روڼتیا په هکله ځواب ویونکي وي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 حوت 1397 ساعت 20:15

د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال سروردانش وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي باید د کوندونو، مدني ټولنو او ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو اعتماد ته درناوی وکړي. او د راتلوونکو ټاکنو روڼتیا ته ژمن او ځواب ویونکي وي.



ښاغلي دانش چې د شنبې په ورځ (د کب پر ۱۱ مه) د څېړنې د عالي ادارې د رییس د معرفۍ په مراسمو کې وینا کوله وویل:«موږ هیله لرو هغه کسان چې د دغو کمېسیونونو دغړو په توګه ګومارل کېږي، پر هغه اعتماد چې حکومت، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندانو کړی درناوی وکړي او د ډموکراسۍ له خوندیتوب، د خلکو رایو، د قانون پلي کولو او د ټاکنو روڼتیا ته ژمن او ځواب ویونکي وي.»
د جمعې په ورځ، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندانو په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره نوماندانو ته رایه ورکړه چې د ۸۱ نوماندانو له ډلې ۱۶ تنو لوړې رایې(له ۶ تر ۹ رایې) ترلاسه کړې دي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني د ۱۶ تنو له ډلې ۱۴ تنه د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو په توګه وګوماري.
درې اوونۍ مخکې، د ټاکنو په قانون کې له تعدیل وروسته ولسمشر د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان او غړي له دندو لیرې او لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل. د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي په مالي فساد او له خپلو واکونو په ناوړه استفادې تورن دي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د راتلوونکي کال د چنګاښ په ۲۹مه ترسره شي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو له بدلون سره به د ټاکنو د ترسراوي په مهال‎وېش کې بدلون رامنځته نه شي
 


د مطلب کود: 180635

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180635/دانش-نوي-کمېشنران-دې-د-ټاکنو-روڼتیا-په-هکله-ځواب-ویونکي-وي

آوا
  https://www.avapress.com