دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۲۴
د مطلب کود : 180640
د افغانستان حکومت له فلسطینيو کډوالو سره یو میلیون امریکایي دالر مرسته کړې
د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د افغانستان حکومت له فلسطینیو کډوالو سره د یو میلیون امریکايي دالرو مرسته کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په ملګروملتونو کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په ۴۶ ناستې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د فلسطینیو کډوالو د مرستو له کمیسار پیري کروهنبهول سره لیدلي او ښاغلي کروهنبهول ویلي، چې دا مرستې به د فلسطینيو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې ولګول شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد دالر به د ملګرو ملتونو لپاره د فلسطینیو کډوالو ادارې ته ورکړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د جمعې پر ورځ په ترکیه کې د افغان سفارت له لارې یو میلیون دالر د ملګرو ملتونو بانکي حساب ته لیږل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcee78z7jh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته