کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر کې طالب استازو او امریکایی مذاکراتی ټیم ترمنځ هوکړي مسوده تیاره شوي

12 حوت 1397 ساعت 11:01

د مارچ په دوهمه د طالب استازو او امریکایي پلاوي تر منځ د خبرو لړۍ تر دوه ورځي ځنډ وروسته بیا پیل شوې دي.



په دغو دوه ورځني ځنډ کې دواړو لوریو ترمنځ خپل منځې ناستې شوې، او له خپلو مشرانوسره یې د سلا او مشورو لنډیز له یو بل سره د شریک کولو په  موخه تیار کړي دي.
رپوټونه وایي چې د امریکا او طالبانوتر منځ د  افغان سولې د مذاکراتو په اړه مسوده تیاره شوې ده او اوس یې پر ژباړه  کار روان دی.
داسي ویل کیږي چې په مسوده کې ډېر اختلافي ټکي نسته ښایي په دې خبرو کې ومنله شي
نا تائید شوي را پورونه وایي، د ناروې هیواد پلاوی او د ملګرو ملتونو یو شمېر استازي په دغې مسوده کې د اسانچارۍ او مرستې رول پر مخ بیا یي.
 د امریکایي استازو او طالبانو ترمنځ د دې پړاو په خبرو کي د بحث وړ موضوع ګانې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او له افغانستان څخه امریکا او متحدینو ته یې د ګواښ نه متوجه کیدل دي.
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې د خبرو په بهیر کې د پرمختګ خبره کړې.
بل خوا د امریکایي مذاکراتي ټېم مشر زلمي خلیلزاد هم د خبر له روان بهیره رضایت ښودلي دی.
 


د مطلب کود: 180659

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180659/قطر-کې-طالب-استازو-او-امریکایی-مذاکراتی-ټیم-ترمنځ-هوکړي-مسوده-تیاره-شوي

آوا
  https://www.avapress.com