دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 180660
ملګری ملتونه: کندهار ولایت کې سیلابونه لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي
ملګري ملتونه وايي، په کندهار ولایت کې سېلابونو لږترلږه ۲۰ تنه مړه کړي چې د هغو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې پرون شنبه وویل، له سختو بارانونو وروسته سېلابونو په کندهار کې یو شمېر کورونه نړولي او موټرونه یې وړي دي.
د دې ادارې په وینا، د ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۰ تنه لا هم بې درکه دي.
دا اداره وايي، اټکل کېږي چې ۲ زره کورونه زیانمن شوي دي.
د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په وینا، په کندهار کې ډېرو عام المنفعه تاسیساتو ته تاوان اوښتی دی، ګڼ شمېر کورنۍ مجبورې شوي چې کورونه پرېږدي او ژغورونکي هڅه کوي چې د ښوونځیو، جوماتونو او دولتي ادارو ودانۍ له سېلابه وساتي.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان مُنیب وايي چې دا په اوو کلونو کې تر ټولو سخت سېلاب دی.
د ده په وینا، د کوچیانو یو شمېر څاروي مړه شوي او څړځایونه یې د سېلاب اوبو لاندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي چې د ارغنداب د سیند په غاړه شااوخوا ۵۰۰ کوچیان بند پاتې دي او فوري مرستې ته اړتیا لري.
د افغانستان په نورو ولایتونو لکه هلمند کې هم سېلابونو د سر او مال تاوانونه اړولي دي او په یو شمېر نورو ولایتونو کې پر له پسې ورښتونو لارې بندې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcg3z9qzak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته