.
د دغو پیښو په لړ کې تیره ورځ د مالستان ولسوالۍ په پشي علیا سیمه کې د سختي واوري اوریدني له کبله د لاري په اوږدو کې یو نارینه او یوه ښځه د سختي یخنۍ له کبله په شهادت رسیدلي دي.
دغه راز د واغظ ولسوالۍ په اړوندو او د ګیرو ولسوالۍ په باتور کلي کې دوه ښځي چې ولادي ستونزه یې درلوده، د لارو د بندوالي له کبله روغتیایې مرکزونو ته د لاسرسي نه لرلو له کبله یې ساه ورکړي ده. هاخوا د واغظ ولسوالۍ په هفت آسیاب کلي کې هم د یوه کور د چت پریوتو په پایله کې یوه ماشومه نجلۍ ټپي شوي ده.
بلخوا د ده یک ولسوالۍ په سلیمانزو کلي کې د ډیري واوري اوریدو له کبله د دوو غوجلو چتونه پریوتي چې په پایله کې یې ۱۴ څاروي له منځه تللي دي.
د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ د سختي واوري د اوریدني له کبله د مرکز غزني په زاړه ښار، د واغظ ولسوالۍ په هفت آسیاب، د زنخان ولسوالۍ په څګي، د مالستان ولسوالۍ په پشي علیا او سه پای سبز دره کلیو، د خوګیاڼو ولسوالۍ په قلندر خیل، د ګیرو ولسوالۍ په پني او محب الاغ کليو او د اندړو ولسوالۍ په میري سیمه کې دوولس(۱۲) بابه کورونه، د ګیرو ولسوالۍ په عروسګي کلي کې یو باب جومات او د مرکز غزني په توحید آباد سیمه کې یو خصوصي ورزشي جمنازیوم نړیدلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)