دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 180687
بغلان ولایت کې طالبانو یوه مهمه اډه باندی عملیات ترسره شوي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په بغلان ولایت کې یې د طالبانو پر یوه مهمه اډه بریالي عملیات ترسره کړي دي، د دغې ډلې دوه غړي یې وژلي او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې لاسته ورغلي دي.

د ملی امنیت ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ملي امنیت ځانګړې قطعې د پلخمري – سمنګان تر منځ په غزیدلې لاره د ساقي (ملایانو) په کلي کې د یوې تروریستي ډلې د قومندان قاري جنت ګل پر پټن ځای ، چې په شاهین مشور دی، بریالي عملیات ترسره کړي دي. په دغو عملیاتو کې د دغې تروریستې ډلې دوه تنه غړي وژل شوي او په پراخه اندازه وسلې او مهمات د ملي امنیت منسوبینو لاسته ورغلي دي.  
د ملي امنیت له لورې د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، قاري جنت ګل چې په شاهین مشور دی د طالبانو د یوې ۱۵ کسیزې ‌ډلې قوماندان دی، د دې قوماندان وسله واله ډله د ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وران کارانه فعالیتونه ترسره کوي د پلخمري او مزار شریف تر منځ په عمومي غزیدلې لاره د مسافرینو د تګ راتګ په مخه کې ستونزې جوړولې.
اعلامیه زیاتوي چې د دغو عملیاتو په پایله کې د آدم خان او محمد  په نومونو د دغې ډلې دوه تنه غړي وژل شوي او یو ۸۲ ملي متري توپ، یو میل پیکا یو میل کلاشینکوف، یو ګرنیټ د طالبانو یو بیرغ او ځیني نور نظامي تجهیزات د دولتي قوتونو لاسته ورغلي دي.
 
https://avapress.com/vdcfcxdyew6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته