کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند چارواکې: وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه اته کسان مړه شوي

12 حوت 1397 ساعت 20:31

د هلمند چارواکي وایي چې د وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه اته کسان مړه او اته نور ټپیان دي او سلګونه کسان هم ژغورل شوي دي.



د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته وویل چې د هلمند په ناوې او ګرمسیر ولسوالیو کې د سېلابونو له امله بند پاتې شوي سلګونه کسان ژغورل شوي او د نورو د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي.
ده وویل:د ژغورنې ټیم ورته جوړ شوی، هغوی ساحو ته رسېدلي، دغه ټیم تر اوسه توانېدلی چې سلګونه کورنۍ او سلګونه کسان له هغه ځایه وژغوري او را ویې باسي، د ژغورنې هڅې اوس هم روانې دي، ترڅو په هغو ځایونه کې چې کسان ګیر پاتې دي، هغوی هم وژغورل شي، د ځمکې له لارې نه، بلکې د هوا له لارې یې د ژغورلو امکان شته او په دې کار روان دی.
ښاغلي ځواک دغه راز وویل چې وروستیو سېلابونو په هلمند کې زرګونو کورنیو ته مالي زیانونه رسولي دي.


د مطلب کود: 180700

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180700/هلمند-چارواکې-وروستیو-سېلابونو-له-امله-لږترلږه-اته-کسان-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com