کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر د ټاکنو کمیسیونونو نوي غړۍ معرفی کړ

13 حوت 1397 ساعت 13:47



ولسمشر غنی په څلورو بیلابیلو فرمانونو کې ۷ تنه ټاکنو کمیسیون، ۵ تنه ټاکنیز شکایاتو کمیسیون او دوه تنه ددی کمیسیونونو دارالانشا ریاست ته معرفی کړی دی. ولسمشر غنی، بیلو فرمانونو کې، د تاکنو کمیسیونونو غړو او ددی کمیسیونونو دارالانشاوو رییسانو نومونو نوملړ اعلام کړ.
ددی فرمانونو په اساس ولسمشر، سید عصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله ، اورنګ زیب، محمد حنیف دانشیار، مسافر قوقندی، حواعلم نورستانی ا رحیمه ظریفی د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو په حیث او محمد عظیمی، محمد یونس طغرا او سید قطب الدین رویدار د ټاکنو شکایاتو کمیسیون غړ په حیث معرفی کړی دی.
حبیب الرحمن ننګ د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا رییس په حیث او چمن شاه اعتمادی هم د ټاکن خپلواک شکایاتو کمیسیون دارالانشا رییس په حیث معرفی شوی دی.
 


د مطلب کود: 180727

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180727/ولسمشر-د-ټاکنو-کمیسیونونو-نوي-غړۍ-معرفی-کړ

آوا
  https://www.avapress.com