د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحمي رسنیو ته ویلي چې دغه غله، د کابل د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست له لوري د یو لړ او پراتیفي عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې له دغو غلو څخه ۱۱۰۰ غلا کړل شوي مبایلونه هم ترلاسه شوي دي .
د سرچینې په حواله، دغو نیول شوو دوو کسانو څو ورځې مخکې د کابل له ۳ مې حوزې څخه د یوه سوداگر یو موټر هم غلا کڔی و چې ۳۳۰۰ ځیرک مبایلونه پکې وو.
د سرچینې په خبره دغه نیول شوي غله جرمي سابقه هم لري او له دوی څخه یو میل کلاشینکوف هم تر لاسه شوی دی.