د کابل پولیسو له لوري د دې ښار په ۱۱مه حوزه کې د مو ټړونو او مبایلونو دوه تنه حرفوي غله نیول شوي دي.
کابل ولایت ۱۱ مه حوزه کې د موټرونو او موبایلونو دوه حرفوي غله نیول شوي
13 حوت 1397 ساعت 14:18
د کابل پولیسو له لوري د دې ښار په ۱۱مه حوزه کې د مو ټړونو او مبایلونو دوه تنه حرفوي غله نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحمي رسنیو ته ویلي چې دغه غله، د کابل د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست له لوري د یو لړ او پراتیفي عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې له دغو غلو څخه ۱۱۰۰ غلا کړل شوي مبایلونه هم ترلاسه شوي دي .
د سرچینې په حواله، دغو نیول شوو دوو کسانو څو ورځې مخکې د کابل له ۳ مې حوزې څخه د یوه سوداگر یو موټر هم غلا کڔی و چې ۳۳۰۰ ځیرک مبایلونه پکې وو.
د سرچینې په خبره دغه نیول شوي غله جرمي سابقه هم لري او له دوی څخه یو میل کلاشینکوف هم تر لاسه شوی دی.
د مطلب کود: 180733