دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 180742
له خصوصي سکټور سره د همغږۍ ملي کنفرانس جوړ، د مالیې وزارت او خصوصي سکټور تر منځ د همغږۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
له خصوصي سکټور سره د همغږۍ ملي کنفرانس نن د کب میاشتې په ۱۳ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي په مشرۍ د سکټوري وزارتونو او ادارو د مسؤلینو، د خصوصي سکټور استازو، ملي سوداګرو، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونو استازو او اړوندو ادارو په ګډون په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ شو.
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي د یاد کنفرانس په پرانیسته وینا کې د ګډونوالو له راتګ څخه د مننې تر څنګ وویل: "موږ هڅه کوو چې د دې کنفرانس له لارې د خصوصي سکټور ستونزو ته رسیدګي وکړو او بله خوا هغه ستونزې چې د سوداګرۍ او ترانسپورټي قوانینو او مقرراتو د پلي کیدو په وړاندې شته د خصوصي سکټور له استازو سره د نږدې همغږۍ له لارې حل کړو." نوموړي زیاته کړه "د دې اقدام اصلي موخه د افغان سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاوو برابرول، د معیاري خدمتونو وړاندې کول، د ستونزو حل، په پروسو کې روڼتیا، د قانون او ګمرکي تعرفې پلي کیدل او د عوایدو د نه ورکولو څخه مخنیوی دی.
ښاغلي قیومي زیاته کړه : له خصوصي سکټور سره همغږۍ د دې سبب کیږي چې تعرفه او ګمرکي اصول له ملي سوداګرو او نورو اړوندو برخو سره په مشورې په خصوصي تشبثاتو (کار پنځوونکو) کې په ښه او معیاري توګه پلي کړو او د ستونزو د له منځه وړلو او د سوداګریزو فعالیتونو د ښه والي لپاره اغیزمنې لارې چارې عملي کړو. بالمقابل له خصوصي سکټور څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د فیصدي او ټاکل شویو کودونو سره سم د ګمرکي تعرفو په پلي کیدو، د وزنونو مقررې له مخې د محمولو د لیږد، د غلطو اموالو ښودلو او د قاچاق په مخنیوي همدا شان د ګمرکي اصیلو اسنادو په وړاندې کولو، د جنس بدلون څخه د مخنیوي او په ټاکل شویو ځایونو کې د محمولو پلیټ په نصبولو کې له مالیې وزارت سره لازمه همکاري وکړي.
د ټولګټو وزارت د ترانسپورټي زیربناوو د ساتنې او مراقبت معین ښاغلي انجینر عبدالرحمن صلاحي وویل: د ټولګټو وزارت د صادراتو د ودې لپاره د ځکمني او هوایې ترانسپورټ په برخه کې آسانتیاوو ته ژمن دی او له خصوصي سکټور څخه یې غوښتنه وکړه چې په عامه لارو کې د لوړ تناژ او د محمولو د لوړ بار په مخنیوي کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د مدیره پلاوي مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي، د صنایع او کانونو خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده او د ښځو سوداګرۍ خونې رئیسې اغلی منیژه وافق د مالیې وزارت د همغږۍ له پروسې څخه د ملاتړ تر څنګ د افغانستان د سوداګرو او صنعت کارانو ستونزې بیان کړې او په دې تړاؤ یې د حکومت د لا پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کنفرانس په پای کې د مالیې وزارت او خصوصي سکټور تر منځ د همغږۍ هوکړه لیک هم لاسلیک شو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkvnzi23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته