کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت ځواکونو بدخشان کې د طالبانو سرې کرښې پنځه تنه غړي نیولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 حوت 1397 ساعت 17:08

د بدخشان ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې د پنځو غړو له نیول کېدو خبر ورکوي، چارواکي زیاتوي دغه طالب اورپکي د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو په لړ کې فیض اباد ښار کې نیول شوي دي.



د بدخشان د امنیه قومندان ویاند ثنا الله روحاني وايي نیول شوي کسان د طالبانو د سرې قطعې غړي دي چې په دغه ولایت کې یې فعالیت درلود.
ښاغلي روحاني په دې اړه زیاته کړه:«د ملي امنیت ریاست د هڅو په پایله کې، په فیض اباد ښار او همدارنګه کشم ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې کرښې پنځه تنه غړي چې غوښتل یې له ګنې ګوڼې ډکو سیمو کې خپل پروګرامونه پلي کړي چې له نېکه مرغه د ملي امنیت له خوا ونیول شول.» 
له بلخوا نیول شوي طالبان دا مني چې د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې په ترهګرو فعالیتونو بوخت وو.
نیول شوی کس عبدالقدوس  په دې اړه وویل:«موږ دوکه شوي یوو، زه اشپز یم زه له دغو کسانو سره وم دوی راغلل او ما ته یې دا کچوړه را په سر کړه.»
بل نیول شوی کس محمد افضل هم څرګندوي:«پنجشېر ته تلم،اوس له خدای او اسلامي دولت څخه غواړم چې زه یوه مور او یو پلار لرم، له خپل کاره پښېمانه یم. زه یې په زور بیولی وم، دا چې طالبانو په زور بیولی وم بیا هم پښېمانه وم.»
قاري انعام الدین  هم د ملي امنیت له خوا نیول شوی کس دی هغه زیاتوي:«طالبانو په زور بوتلم، ما ته یې وویل چې ورور دې وژل شوی، راشه د خپل ورور غچ دې واخله، زه یې په زور بوتلم هلته یې پر ما چاڼې وړلې خو زه راوتښتېدم او بدخشان کې د ملي امنیت ځواکونو ونیولم.»
د بدخشان د ملي امنیت ریاست وايي د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې څو تنه طال
 


د مطلب کود: 180743

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180743/ملي-امنیت-ځواکونو-بدخشان-کې-د-طالبانو-سرې-کرښې-پنځه-تنه-غړي-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com