کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي امنیت سلاکار د سولې خبرو اترو په هکله ازبکستان ته سفر کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 حوت 1397 ساعت 17:49

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته (د کب ۱۳ په مه) د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد.



د ملي امنیت د رسنیو دفتر وايي چې ټاکل شوې ښاغلی محب د دغه هېواد له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره ولیدل او د «سولې بهیر، د سیمه‎ییزو همکاریو، له ترهګرۍ او نشه‎يي توکو قاچاق سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.»
تمه ده چې د ازبکستان له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره د ملي امنیت د سلاکار په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوه اخیزه امنیتي کمېسیون د کارونو د پرمختګ بهیر وڅېړل شي.
ښاغلی محب په داسې حال کې د سولې خبرو اترو لپاره ازبکستان ته درومي چې قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو پنځم پړاو جریان لري.


د مطلب کود: 180750

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180750/د-ملي-امنیت-سلاکار-سولې-خبرو-اترو-په-هکله-ازبکستان-ته-سفر-کړی

آوا
  https://www.avapress.com