کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان به سبا د الوتنو پر مخ خپل هوايي حریم پرانیزي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 حوت 1397 ساعت 18:10

ټاکل شوې ده چې پاکستان سبا (سې‎شنبې د کب په ۱۴مه) خپل هوايي حریم د بهرنیو الوتنو پر مخ پرانیزي.


تېره اوونۍ، له هغې وروسته کله چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړې زیاتې شوې، پاکستان خپل هوايي حریم د ټولو بهرنیو الوتنو پر مخ وتړه.
له دې ډلې، د افغانستان د هغو الوتکو الوتنه چې د پاکستان له لارې هند ته کېده هم درول شوې ده. له هغې وروسته افغانستان د ایران له هوايي حریمه هند ته الوتنه کوله.
د پاکستان د هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ د دغه هېواد څلور هوايي ډګرونه فعال کړل او ویلي یې دي چې ټاکل شوې ده نور هوايي ډګرونه هم د سې‎شنبې په ورځ فعال شي.
د هند او پاکستان ترمنځ شخړې له هغې وروسته ترینګلې شوې چې د تېرې سې‎شنبې په ورځ، هندي جنګي الوتکو پاکستان کې د جیش‎المحمد جنګیالیو یو مرکز په نښه کړ او د هندي چارواکو په وینا د دغې ډلې یو ډېر شمېر غړي وژل شوي دي.
د جیش المحمد ډلې  دوه اوونۍ مخکې کمشیر کې پر هندي امنیتي ځواکونو د هغه برید پړه منلې، چې ۴۴ هندي امنیتي ځواکونه په کې وژل شوي وو.
بلخوا د پاکستان ملي پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هند هوايي ځواک دوه الوتکې یې نسکورې کړې دي. د رپوټونو پر بنسټ، یوه له دغو الوتکو د هند کشمیر کې او بله یې هم د پاکستان کشمیر کې لوېدلې ده.
 


د مطلب کود: 180752

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180752/پاکستان-سبا-د-الوتنو-پر-مخ-خپل-هوايي-حریم-پرانیزي

آوا
  https://www.avapress.com