کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنیزو کمیسیونونو نوي غړي په رسمي توګه معرفي شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 حوت 1397 ساعت 18:19

د ټاکنیزو کمیسیونونوغړي د روان کال د کب میاشتې په دیارلسمه نیټه د دوشنبې پر ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکونکو ته وروپیژندل شول.



په هغه غونډه کې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه په پیل کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء پخواني مشر احمد شاه زمانزي د ټاکنیزو کمیسیونونو نویو غړیو ته د مبارکۍ تر څنګ هغوی ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې د کمیسیون په اډانه کې متخصص او وړ کسان شته چې کولای شي د نویو کمیشنرانو سره یو ځای د هیواد په کچه ملي پروسې په سمه توګه پر مخ یوسي.
په همدې حال کې د ولسمشر سلاکار فضل محمود فضلی په دغې غونډه کې وینا وکړه او ویې ویل د هغو کمزوریو له امله چې په تیرو ټاکنو کې وې حکومت وپتیله چې په ټاکنیزو چارو کې یو لړ اصلاحات او سمونې راولې .
ښاغلي فضلي زیاته کړه چې د ټولو ستونزو او ناباوریو سره، سره حکومت پر دې وتوانید چې د ملي اجماع په رامنځته کولو سره د ټاکنو قانون تعدیل او پر بنسټ یې د ټاکنیزو کمیسیونونو نوي غړي د یو راڼه بهیر په ترڅ کې د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو له خوا وټاکي او په دې توګه د خلکو باور په ټاکنیزو چارو نور هم غښتلی کړي.
ورپسې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړو هر یو مولانا محمدعبدالله او اورنگ زیب د حکومت له خوا د ټاکنو په قانون کې د ادلون بدلون او په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د اصلاحاتو په راوستلو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د لا نورو اصلاحاتو د راوستلو له پاره به هڅه او هاند کوي.
ښاغلي اورنګزیب زیاته کړه چې د لاسته راغلي فرصت څخه باید د روڼتیا او د چارو په سمون کې لا زیاته ګټه واخیستل شي، هغه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له کارکونکوغوښتنه وکړه چې موږ او تاسو ټول یو ستر ماموریت په مخکې لرو او ډاډ یې څرګند کړ چې د ټولو ټاکنیزو کورنیو او بهرنیو شریکانو په ملتیا به دغه ماموریت په سمه توګه بشپړ شي.


د مطلب کود: 180756

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180756/د-ټاکنیزو-کمیسیونونو-نوي-غړي-په-رسمي-توګه-معرفي-شول

آوا
  https://www.avapress.com