کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني : د ټاکنو د شفافیت تامین د حکومت لومړیتوب دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 حوت 1397 ساعت 20:32

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام په کابل کې استوګن د اروپايي ټولنې هېوادونو سفیرانو سره وکتل .



په دې کتنه کې چې په دلګشا مانۍ کې وشوه، د ټاکنو پروسې، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د ترسره شویو اصلاحاتو، د افغانستان په محوریت د کابل پروسې د راتلونکي کنفرانس، سولې پروسې او د هېواد د ټولو اقشارو د استازو په مشارکت د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وشوې.
جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، د ټاکنو د شفافیت تامین د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې لازم اقدامات شوي دي. هغه زیاته کړه، د سولې له موافقتنامې وروسته د انکشافي برنامو په تطبیق کې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو مشارکت د افغانستان لپاره ارزښتمن دی. دغه راز د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سفیرانو د ټاکنو او سولې پروسې په برخه کې د خپلو هېوادونو د همکاریو د چمتوالي ډاډ ورکړ او وې ویل، د سولې له موافقتنامې وروسته پر افغانستان جدي تمرکز کېږي.
 


د مطلب کود: 180767

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180767/جمهور-رئیس-غني-د-ټاکنو-شفافیت-تامین-حکومت-لومړیتوب-دی

آوا
  https://www.avapress.com