دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۳۶
د مطلب کود : 180769
ولسمشر غنی خطاب و نویو کمیشنرانو ته: ټاکنیز تیروتن مرتکبین ته به سزا ورکړل شي
ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو کمیسیونونو د نوي کمیشنرانو د لوړې په مراسمو کې هغوی ته په خطاب کې ویلي، د انتخاباتي تیروتنو مرتکبینو ته سزا ورکول کیږي.

د ارګ له لوري خپره شوې خبر پاڼه وایي چې نن د کب په ۱۳ مه ولسمشرغني د انتخاباتي کمیسیونونو د نوي کمېشنرانو د لوړې په مراسمو کې، دغه کمیشنران د تېرو تېروتنو او سرغړونو ځینو مواردو ته متوجه کړي او ویلي یې دي، “چې د نوي قانون د تعدیل په اساس ټولې انتخاباتي تېروتنې د افغانستان د جزا په نافذه قانون کې پېش بیني شوي دي او ټولې سرغړونې به د عدلي او قضایي ارګانونو له خوا وڅېړل شي او مرتکبینو ته به جزا ورکول شي. د دې لپاره چې له وظیفې څخه د ناوړه استفادې او فساد مخه ونیسو، دواړه کمېسیونونه باید ګډه ناسته وکړي او د کمیشنرانو د قرنطین یو مشخص میکانیزم دې ترتیب کړي”.
د ارگ له لوري د خبرې شوې خبر پاڼې په حواله ولسمشر غني له نویو کمیشنرانو غوښتي چې تر راتلونکو دوو ورځو خپل رئیسان وټاکي‌ او راتلونکو ټاکنو ته د چمتووالې ترڅنګ د تېرو پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې هم ژر تر ژره معلومې کړي.
 
https://avapress.com/vdcg3z9qyak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته