دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۴۲
د مطلب کود : 180771
کندهار ولایت ولسي جرګې یو نوماند په بمي چاودنه کې ووژل شو
په کندهار کې د ولسي جرګې یو نوماند اسدالله ماشوری په بمي چاودنه کې ووژل شو.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي رسنیو ته  ویلي چې اسدالله ماشوری نن څلور بجې د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.
د عزيزي په وينا، چسپکي ماين د هغه په فلډر موټر پورې نښلول شوی و او په چاودنه کي خپله ماشوری وژل شوی او یو بل لاروی ټپي شوی دی.
تر اوسه د بريد مسؤليت چا په غاړه نه‌دی اخيستی.
https://avapress.com/vdcjayevvuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته