کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې له تیرو دوو میاشتو راهیسي د ۹ سرګروپانو په ګډون ۲۴۰ وسله وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 حوت 1397 ساعت 11:22


د غزني ولایت د مرکز، اندړو، قره باغ، واغظ، رشیدان، ده یک او ګیرو ولسوالیو په اړوندو کې له تیرو دوو میاشتو راهیسي د ځمکنیو، کومانډویې او ګډو هوایې عملیاتونو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د ۹ مهمو سرګروپانو په ګډون ۲۴۰ تنه وسله وال وژل شوي او د ۶۰ په شاوخوا کې ټپیان شوي دي.

په یاده موده کې دغه راز ۶ امنیتي سرتیري هم شهیدان او اوه تنه ټپیان شوي دي. د غزني د والي وحیدالله کلیمزي په وینا وسله والو ته یاده مرګ ژوبله تر ډیره د کومانډو، افغان او ائتلاف هوایې ځواکونو په عملیاتو کې اوښتي.
د هغه په خبره غزني کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شته تشکیلاتي او امکاناتي نیمګړتیاوي او غوښتني تر ډیره بریده حل شوي دي.: (( سلګونه تازه دمي سرتیري په تیرو څو میاشتو کې غزني ته راغلي او ډیر ژر به نیږدي ۱۰۰۰ تنه نور هم غزني کې د ملي اردو له لیکو سره یو ځای شي.))
د غزني والي ولسونو ته ډاډ ورکوي چې د دي ولایت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د تشکیلاتو له اړخه نیمګړتیاوي د پوره کیدو په حال کې دي او تر څنګ یې د دي ولایت د امنیتي ارګانونو تشکیلاتو کې زیاتوالی راغلی دی چې پر مټ به یې نوی ۱۳۹۸ کال له امنیتي اړخه د تیرو کلونو په پرتله آرام او امن وي
 


د مطلب کود: 180786

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180786/غزني-کې-له-تیرو-دوو-میاشتو-راهیسي-د-۹-سرګروپانو-په-ګډون-۲۴۰-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com