دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 180787
روسیه: د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره د مسکو او واشنګټن اړیکې ګټورې دي
په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د هڅو په ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دغو هڅو پر یووالي ټینګار کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، د بین‌الافغاني مذاکراتو د جوړېدو لپاره د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې ګټورې دي.
سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۳» په دوحه کې له خپل قطري سیال سره تر خبرو وروسته یوې خبري غونډې ته ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د بین‌الافغاني مذاکراتو د جوړولو لپاره وخت په وخت د روسیې له استازو سره ګوري.

نوموړي وویل:
"د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد زما له مرستیال سره وخت په وخت منظمې لیدنې لري. دوی ښې اړیکې جوړې کړې دي. زما په نظر دا یو ګټور کار دی چې په مصنوعي ډول د سیالۍ د هڅو پر ځای هلې ځلې هم‌غږې شي، ځکه دواړه هم روسیه او هم د امریکا متحده ایالات او دغه‌راز د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه کولای شي په افغانستان کې د سولې د ملي مذاکراتو په پیلولو کې مرسته وکړي او دا د دغه بحران د ختمولو لپاره یوازنۍ لار ده."
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و چې په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرو سره هم‌مهاله په کابل کې د یوه ملي ټیم په جوړېدو کې پرمختګونه شته او له طالبانو سره بین‌الافغاني مذاکراتو ته امادګي نیسي.
په عین وخت کې ارګ ماڼۍ د سولې د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي د پراخولو په سر کار پیل کړی او په‌دې اړه‌یې له سیاسي ګوندونو او ډلو سره سلا مشورې روانې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره د دوشنبې د ورځې په خبري غونډه د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه خوشبینې ښودلې او د افغانستان د سولې په راوستلو کې یې د ټولو رول ستایلی دی.
محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له ښاغلي لاوروف سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې سوله په جګړې او زور نه‌شي راتلی.


تمه وه په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د افغانستان د سولې د مذاکراتو پنځم پړاو د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلی وی، خو لا تر اوسه د دغو خبرو د ختمېدو په اړه هېڅ لوري څه نه‌دي ویلي.
د سولې خبرو په‌دې پنځم پړاو کې چې له تېرو اوو ورځو راهیسې روانې دي د بحث اصلي ټکي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال‌وېش او له افغانستانه د امریکا پر ضد د نه‌فعالیت تضمینول دي.
 
ځیني راپورونه وایي چې په‌دې برخه کې دواړه لوري موافقې ته نږدې شوي دي، خو لا تر اوسه کوم سند نه‌دی لاسلیک شوی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7z9quak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته