کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندوز ولایت امام صاحب ولسوالی کې څو امنیتی پوستی سقوط کړي او ډیر شمیر امنیتی ځواکونه وژل شوی او اسیر شوی دی

14 حوت 1397 ساعت 11:46

کندوز ولایت امام صاحب ولسوالی قرغان تپه په سیمه کې امنیتی ځواکونو پوستو باندی طالبانو تهاجمی برید په ترڅ کې څو امنیتی پوستی د طالبانو په لاس سقوط کړی او ډیر سرتیری په شهادت رسیدلی دی.



د آوا په ګزارش سره، صفی الله امیری د کندوز ولایتی شورا معاون د آوا سره په مصاحبه کې وایی چی قرغان تپه سیمه اوس د مخالفینو په لاس کې قرار لری، مرستندویه ځواکونه سیمی ته رسیدلی خو تراوسه نښته د دواړو لورو ترمنځ نه دی ترسره شوی.
ښاغلی امیری زیاته کړه چی ډیر امنیتی ځواکونه لاپته دی او قرغان تپه سیمه د طالبانو په لاس کې دی.
له بل لوری کندوز خبرنګاران ټولنیز صفحو کې لیکلی دی چی تیره شپه طالبانو یو تهاجمی برید کې د امام صاحب په ولسوالی کې ۲۰ تنه پولیس سرتیری په شهادت رسیدلی او ۲۰ تنه نور دولت مخالفینو په لاس اسیر شوی دی، په دی نښته کې څو امنیتی پوستی هم سقوط کړی دی.
 


د مطلب کود: 180790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180790/کندوز-ولایت-امام-صاحب-ولسوالی-کې-څو-امنیتی-پوستی-سقوط-کړي-او-ډیر-شمیر-ځواکونه-وژل-شوی-اسیر-دی

آوا
  https://www.avapress.com