دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 180790
کندوز ولایت امام صاحب ولسوالی کې څو امنیتی پوستی سقوط کړي او ډیر شمیر امنیتی ځواکونه وژل شوی او اسیر شوی دی
کندوز ولایت امام صاحب ولسوالی قرغان تپه په سیمه کې امنیتی ځواکونو پوستو باندی طالبانو تهاجمی برید په ترڅ کې څو امنیتی پوستی د طالبانو په لاس سقوط کړی او ډیر سرتیری په شهادت رسیدلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، صفی الله امیری د کندوز ولایتی شورا معاون د افغان غږ خبری آژانس سره په مصاحبه کې وایی چی قرغان تپه سیمه اوس د مخالفینو په لاس کې قرار لری، مرستندویه ځواکونه سیمی ته رسیدلی خو تراوسه نښته د دواړو لورو ترمنځ نه دی ترسره شوی.
ښاغلی امیری زیاته کړه چی ډیر امنیتی ځواکونه لاپته دی او قرغان تپه سیمه د طالبانو په لاس کې دی.
له بل لوری کندوز خبرنګاران ټولنیز صفحو کې لیکلی دی چی تیره شپه طالبانو یو تهاجمی برید کې د امام صاحب په ولسوالی کې ۲۰ تنه پولیس سرتیری په شهادت رسیدلی او ۲۰ تنه نور دولت مخالفینو په لاس اسیر شوی دی، په دی نښته کې څو امنیتی پوستی هم سقوط کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcaown6w49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته