دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 180793
افغان ځانګړو ځواکونو هوایی بریدونو کې ۹ تنه وسله وال وژل شوی او وسلو یو زیرمه هم له منځه تللي
نظامي چارواکي وايي، د هلمند به نهر سراج، د جوزجان په فیض آباد او ارزګان په ترینکوټ کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او د هلمند په نهر سراج کې یو د وسلو زیرمه تون له منځه وړل شوی دی.
 د هلمند ولایت په نهر سراج کې د یوه برید پر مهال دوه طالب وسله وال وژل شوي او د وسلو یو زیرمه تون له منځه وړل شوی دی.
د راپورونو له مخې د جوزجان په فیض آباد کې هم  وسله وال په نښه شوي او ۶ تنه جنګیالي پکې وژل شوي دي.
دغه راز د ارزګان په ترینکوټ هم برید شوي چې پایله کې یې یو طالب جنګیالی وژل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcdnz0fsyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته