دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 180795
د روسیی ولسمشر پوتین د اټمي وسلې کنټرول له تړون سره مشارکت وځنډاوه
د روسیې ولسمشر له «ای. اېن. اېف» یا د اټمي وسلې د کنټرول له تړون سره مشارکت وځنډاوه.

کرملېن وایي، ولسمشر پوتین رسماً د «ای. اېن. اېف» یا د اټمي وسلې د کنټرول له تړون څخه د روسیې د مشارکت د ځنډولو فرمان لاسلیک کړ.
د هغه فرمان له مخې چې پرون د کرملېن پر انټرنټي پاڼه خپور شو، ولسمشر پوتین حکم کړی چې له دغه تړون سره به مشارکت تر هغو وځنډوي چې واشنګټن د دغه تړون له سرغړونې لاس واخلي.
دغه تړون د منځني واټن ویشتونکې اټمي وسلې د کنټرول لپاره په ۱۹۷۸ میلادي کال کې لاسلیک شوی وو.
د روسیې ولسمشر دغه‌راز د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د دغه تړون ګډونوالو ته د دې اقدام په اړه خبر ورکړي.
روسیې تیره میاشت اعلان کړی و چې له دې تړون څخه وځي.
روسیه او امریکا دواړه یو بل د دې تړون په نقضولو تورنوي او دواړه د یو بل تورونه ردوي.
تر دې وړاندې امریکا د «ای. اېن. اېف» تړون څخه د وتلو شپږ میاشتنی بهیر پیل کړ.

«ای. اېن. اېف» د اټمي وسلې د کنټرول لپاره په خپل ډول کې لومړنی تړون دی چې امریکا او روسیه‌یې د هغو کروز یا بالیستیک توغندویو د تولید، پراخولو او خورېدو څخه منع کړې چې له ۵۰۰ تر ۵۵۰۰ کېلو متره واټن ویشتلی شي.
واشنګټن او ناټو، مسکو تورنوي چې د «۹M7۲۹» ډوله توغندي په تولید سره‌یې دا تړون مات کړی دی.
د روسیې د ولسمشر دا نوی فرمان داسې مهال لاسلیک شوی چې د امریکا او روسیې لوی درستیزانو د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د لیدو پر مهال د ستراتېژیک ثبات په اړه بحث وکړ چې د روسیې دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې دا خبرې رغوونکې وبللې.
د امریکا او روسیې لوی درستیزانو دغه‌راز د سوریې پر وضعیت هم خبرې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcf1xdytw6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته