دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 180812
پارلمان د نوو وکیلانو په حضور کې پرانیستل کېږي ـ سرچینه
د افغان حکومت یوه سرچینه وايي، د ولسي جرګې نوې ۱۷مه تقنیني دوره به د نوو وکیلانو په حضور سره پرانیستل شي.

په داسې حال کې چې سبا چهارشنبه د کب ۱۵مه د افغانستان د پارلمان د نوي ۱۷مې تقنیني دورې د پرانیستلو نېټه ده، د افغان حکومت سرچینې د کب پر۱۴مه امریکا غږ ته وویل چې نوې دوره د زړو وکیلانو په موجودیت کې نه پرانیستل کېږي.
سرچینې که څه هم د نوي پارلمان د پرانیستلو کره نېټه ونه ښودل خو زیاته یې کړه چې د انتخاباتو کمېسیون لخوا د ولسي جرګې د پاتو پایلو تر اعلان وروسته به د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شي.

پر همدې مهال د افغانستان د ولسي جرګې زاړه غړي‌ چې ۴۵ ورځنۍ ژمنۍ روخصتي یې سبا چهارشنبه پای ته رسېږي وايي، چې دوی د ولسي جرګې د ټاکنو تر معلومېدو پورې قانوني‌ وکیلان دي او ولسمشر غني باید پارلمان پرانیزي.
وکیلان وايي، تر څو چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو کمېشنرانو د فساد څېړلو برخلیک معلوم شوی نه وي د نوو وکیلانو اعلان دوی ته د منلو وړ نه دی.
د دغه وکیلانو له ډلې زکریا زکریا د سې شنبې په ورځ د کب پر ۱۴مه امریکا غږ ته وویل، که ولسمشر سبا پارلمان افتتاح نه کړي زاړه وکیلان به د یوې مشروع لارې سبا خپل دریځ اعلان کړي.
ښاغلي زکریا زیاته کړه:"د مشروعیت له لحاظه مشکل نسته،ځکه په اساسي قانون کې داسې راغلي چې تر هغه وخته چې د انتخاباتو پایله اعلان نشي پخواني وکیلان وکیل دي، په دغه اساس وکیلان مشروعیت لري د اساسي‌ قانون په اساس باندې، باید چې پارلمان پرانیستل شي، که ولسمشر په دغه برخه کې غفلت کوي په اساسي قانون کې بل تفصیل نشته که وکیلان پر خپل سر ځي پارلمان ته دا ډېره پېچلې مسئله ده."
د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳ مادې له‌مخې "د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د انتخاباتو د نتیجو د اعلان څخه وروسته پای ته رسېږي او نوي د ولسي جرګې د دورې تر ختمېدو د مخه له دېرشو څخه تر شپېتو ورځو پورې موده کې د ولسي جرګې د غړو انتخابات کېږي."
د ولسي جرګې تېره ۱۶مه تقنیني دوره چې تر ټولو اوږده دوره وه د خپل قانوني دورې تر پای ته رسېدو وروسته یې څه باندې درې کاله نور هم خپل کار ته دوام ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې تر دامهاله د افغانستان د ټاکنو کمېسیون لخوا یوازې شااوخوا ۸۰ نوو بریالیو کاندیدانو ته د ولسي جرګې د غړو په توګه انتخاباتي وثیقې ورکړل شوي او د تېرو ټاکنو بشپړه پایلې لا هم نه دي معلومې شوي.
د افغانستان د ولسي جرګې تېرې ټاکنې پنځه میاشتې مخکې په مېزان کې کې تر سره شوې چې د فساد او نورو درغلیو د تورونو له امله یې لا وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

د افغانستان جمهوري ریاست څه موده مخکې د کمېسیونونو مخکني غړي "د خپلو کاري صلاحیتونو نه د ناوړه استفادې او په تېرو ټاکنو کې د کمزوري مدیریت" په تور له دندو ګوښه کړل.
افغان حکومت د یادو کسانو تر لېرې کېدو وروسته وړمه ورځ د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران وټاکل.
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د نوو کمېشنرانو د تحلیف مراسمو پرمهاله له هغوی وغوښتل چې د خپل کار تر پیلېدو وروسته د تېرو پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې ژر تر ژره معلومې کړي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyxdy0w6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته