دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۸
د مطلب کود : 180823
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د خبرو کولو ټټر وهلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې غواړي په څو راروانو ورځو کې قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره پخپله وغږیږي.

ټاکل شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوه اوونیو په دننه کې قطر ته ولاړ شي او له افغان طالبانو سره به د سولې خبرې رهبري کړي. دا مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا خبرې پر مخ وړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي؛ غواړم د افغانستان د سولې روان بهیر لږ تر لږه پخپله هم رهبري کړم. او هیله من یم، چې د امریکا مرکچي پلاوي به  تر هغې پرمختګونو ته لاسرسی موندلی وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه ځانګړې غونډه کې د سیمې هېوادونو رول ته په کتو د افغانستان د سولې بهیر پېچلی وګاڼه او وایي: دا یوه پېچلې ستونزه ده، که تاسې د سیمه ییزو هېوادونو لکه پاکستان، هند، چین او روسیې رول وګورئ؛ ټول په افغانستان کې ګټې لري او خبرې پرې په رښتیا، چې ډېرې پېچلې کیږي.
د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې هیڅکله دومره جدي شوې نه وې؛ طالب چارواکی ملا برادر هم، چې دوه یم لوړپوړی کس دی او خبره یې تر ډېره منل کیږي، له امریکایي پلاوي سره د مخامخ خبرو لپاره قطر ته استول شوی. ملا برادر له پاکستان څخه قطر ته د دغه هېواد په یوه ځانګړې الوتکه کې ولیږدول شو. په داسې حال کې، چې د نوموړي نوم اوس هم په تور نوملړ کې شته.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchivnzx23n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته