دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 180845
"نیکولاس کې" په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازولۍ دنده پیل کړه
نیکولاس کې Nicholas Kay پرون په افغانستان کې د ناټو د نوي ملکي استازي په توګه خپله دنده پیل کړه.

ښاغلی کې د سې شنبې په ورځ د کب په ۱۴مه کابل ته را ورسېد.
د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ناټو د نوي ملکي استازي له قوله لیکي چې نوموړی وايي، غواړي سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو د ملاتړ په چاره کې ونډه ولري.
ښاغلی کې وايي، افغانان هیله لري چې ۲۰۱۹ میلادي کال به د دوی په هېواد کې د سولې کال وي او زیاتوي چې ناټو به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ملاتړ په چاره کې تر خپلې وسې هڅې وکړي.
نیکولاس کې برتانوی ډیپلومات دی چې د یو کال لپاره یې په کابل کې د دې هېواد د سفیر پر دنده هم کار کړی او د ناټو د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او جنوبي اسیا په چارو کې ښه تجربه لري.
کې د جرمني ډيپلومات کارنیلیوس زیمیرمن پرځای ګمارل شوی.
زیمیرمن د ۱۲۰۱۷ کال له مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه کار وکړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbagb8srhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته