کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"نیکولاس کې" په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازولۍ دنده پیل کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 حوت 1397 ساعت 10:45

نیکولاس کې Nicholas Kay پرون په افغانستان کې د ناټو د نوي ملکي استازي په توګه خپله دنده پیل کړه.



ښاغلی کې د سې شنبې په ورځ د کب په ۱۴مه کابل ته را ورسېد.
د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ناټو د نوي ملکي استازي له قوله لیکي چې نوموړی وايي، غواړي سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو د ملاتړ په چاره کې ونډه ولري.
ښاغلی کې وايي، افغانان هیله لري چې ۲۰۱۹ میلادي کال به د دوی په هېواد کې د سولې کال وي او زیاتوي چې ناټو به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ملاتړ په چاره کې تر خپلې وسې هڅې وکړي.
نیکولاس کې برتانوی ډیپلومات دی چې د یو کال لپاره یې په کابل کې د دې هېواد د سفیر پر دنده هم کار کړی او د ناټو د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او جنوبي اسیا په چارو کې ښه تجربه لري.
کې د جرمني ډيپلومات کارنیلیوس زیمیرمن پرځای ګمارل شوی.
زیمیرمن د ۱۲۰۱۷ کال له مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه کار وکړ.
 


د مطلب کود: 180845

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180845/نیکولاس-کې-په-افغانستان-د-ناټو-ملکي-استازولۍ-دنده-پیل-کړه

آوا
  https://www.avapress.com