دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 180854
جمهوررئیس غني د کنړ ولایت د عامې روغتیا اداري تعمیر پرانېست
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د کنړ ولایت مرکز اسعد اباد ته له رسېدو وروسته د دغه ولایت د عامې روغتیا اداري تعمیر پرانېست.

مهوررئیس غني د یادې ودانۍ د پرانیستنې پر مهال ډاکټرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: عامې روغتیا وزارت ته مې لارښوونه کړې چې د تجهیز او د خدماتو د کیفیت په لوړولو تمرکز وکړي.
د کنړ ولایت د عامې روغتیا اداري ودانۍ چې د جمهوررئیس له خوا پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته چمتو ده، له ۱۷ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په لګښت په معیاري ډول جوړه شوې.
دغه راز جمهوررئیس غني د کنړ ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون او د انتظار خونې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
جمهوررئیس د یاد روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودلو وروسته وویل، دا د یو بنسټیز بدلون پیل دی او هیله لرم چې د دغه روغتون بېلابېلې برخې د کنړ د شخصیتونو په نوم ونومول شي.
د کنړ د ۲۰۰بستریز روغتون او انتظار خونو پر ودانیو ۳۶۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان حکومت له بودجې ورکول کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsgb8arhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته