دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 180855
د چپرهار لپاره د تش په نوم نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۱وسله وال طالبان ووژل شول
ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه د شیرزادو ولسوالۍ په ګندومک سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د چپرهار ولسوالۍ لپاره د نومول شوي تش په نوم ولسوال او یو شمیر قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول .
د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د مالوماتو له مخې، د دې عملیاتو پر مهال د چپرهار لپاره د وسله والو طالبانو له لورې تش په نوم نومول شوی ولسوال سبحان الله چې مشهور په شاهین عادل او یو شمیر نورمهم قوماندانان هم وژل شوي دي،همدا راز درې شکمن کسان یې ژوندي نیولي .

د دې عملیاتو پر مهال ۷ سوه ګرامه نشه یې توکې، یو لابراتوار،څو عرادې موتر سایکلونه،سپکې او درنې وسلې،ماینونه او یو شمیر نور توکې هم تر لاسه شوي،چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لورې لمنځه وړل شوي دي .

د ملي امنیت ځآنګړي ځواکونه وایي، د دې عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpxqsp2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته