دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 180859
د جلال هوایی ډګر ته نږدی د دولتی ځواکونو او مهاجمانو نښته
سیمه ایز چارواکې وایی: دولتی ځواکونو او هغو مهاجمانو نښته چی نن سهار جلال آباد ښار هوایی ډګر ته نږدی یو خصوصی شرکت باندی برید وکړ، ادامه لری.

عطاالله خوګیانی، د ننګرهار والی ویاند وایی چی امنیتی ځواکونو او مسلح مهاجمانو ترمنځ نښته د پل بهسود په سیمه کې جریان لری.
دا برید سهار په ۷ بجو شروع شوی چی د لومړنیو معلوماتو په اساس دوه تنه مهاجمان ځان سره چاودیدونکو توکو په چاودلو سره وژل شوی او دوه تنه نور د امنیتی ځواکونو له لوری وژل شوی دی.
د ننګرهار والی مطبوعاتی دفتر په اعلامیه کې راغلی دی چی تراوسه په دی برید کې د MQ ساختمانی شرکت دری تنه کارکوونکې وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوی دی.
ویل شوی دی چی ددی پیښی ټپیان د درمان لپاره جلال آباد ښار حوزوی روغتون ته لیږدول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcgnz9qyak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته