دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 180869
ډاکټر محب: افغانستان کې سوله، په سیمه کې سوله ده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، د اړیکو پراخوالي، اقتصادي، ټرانزیټي، سوداګرۍ او نورو برخو کې د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.



دغه لیدنه چې نن مخکې له غرمې تاشکند ښار کې وشوه، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر دوحې ته د خپل سفر او له طالبانو او د امریکا د متحدو ایالتونو له استازو سره د لیدنې اړوند خپل مفصل مالومات وړاندې کړل.
هغه وویل: مونږ د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او د افغانستان د حکومت په کنټرول د سولې له بهیر ملاتړ کوو او باور لرو چې د افغانستان حکومت سره له مخامخ خبرو پرته د سولې تامین بله هېڅ لار شتون نه لري.
ډاکټر حمدالله محب د افغانستان د سولې له بهیر د ملاتړ اړوند د ازبکستان د دریځ قدر داني وکړه زیاته يې کړه، چې د کابل په درېیم کنفرانس کې به د سولې بهیر کې د سیمې هېوادونو په رول خبرې وشي.
هغه زیاته کړه: افغانستان کې سوله په سیمه کې سوله ده او د سیمې هېواودنه کولای شي په دې برخه کې خپل ځانګړی رول ادا کړي.
په دې لیدنه کې همدا شان د سترو زېربنايي پروژو په ځانګړې توګه د مزار شریف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ او د سرخان ـ پلخمري د برېښنا په مزي بحث ترسره او ددې پروژو د چارو په چټکوالي ټینګار وشو.
دواړو خواوو همدا شان د اړیکو، سوداګرۍ، فرهنګي او سیاسي همکاریو پراخوالي برخه کې د عملي تدابیرو په نیولو هر اړخیز بحثونه وکړل
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-vnzw23n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته