دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 180880
ستره محکمه: روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۱۱۷ قضیې څېړل شوي
په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په هېواد کې یو له جدي مسایلو شمېرل کېږي، خو د افغانستان ستره محکمه وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نږدې ۷۲۴۶ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

د سترې محکمې ویاند امان‌الله ایمان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۵» د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د تاوتریخوالي دغو قضیو ته تر ډېره په کابل، هرات، بلخ، کندز او کندهار کې رسېدنه شوې ده.
نوموړي وویل، په‌دې کې تر ډېره د جنسي تېري، وهل ټکول، ځان وژنې، ګواښونو، اختطاف او اجباري ودونو قضیې شاملې دي.

نوموړي وویل:
"په ۱۳۹۷ لمریز کال کې نږدې ۲۱۱۷ قضیو ته رسېدنه شوې ده، خو په‌دې کې د وروستۍ ربع راپور شامل نه‌دی، زموږ انګېرنه دا ده چې دا د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې تر ټولو غټ شمېر دی."
نوموړي وویل، د تېرو کلونو په پرتله د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې لړۍ تېزه شوې ده.
ښاغلي ایمان د دې لړۍ د بریا لامل په ښځو کې د عامه پوهاوي د کچې لوړوالی او د محاکمو ښه فعالیت یادوي.
نوموړي وویل، دا مهال د قضیو عاملین د عدلي او قضايي ارګانونو تر تعقیب لاندې دي چې ورته د اعدام، دایمي حبس په ګډون نورې سزاوې ټاکل شوې دي.
 
​د نوموړي په خبره، دغو قضیو ته د څارنوالۍ او ځانګړې محکمې له لوري رسېدنه کېږي.
د سترې محکمې د شمېرو له مخې دا مهال په ۲۲ ولایتونو کې څارنوالۍ یا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې فعالې دي چې دا شمېره به راتلونکي کال ۲۸ ولایتونو ته ورسېږي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaawn6w49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته