دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۸
د مطلب کود : 180896
ننګرهار کې نننۍ ډله ییز برید کې ۱۶ تنه د یو شرکت کارکوونکې او ۵ تنه برید کوونکې ووژل شو
په ننګرهار ولایت کې پر یوه خصوصي شرکت وسله‌وال برید کې ۱۶ د شرکت کارکوونکي وژل شوي.

دغه وسله‌واله حمله د چهارشنبې «۱۳۹۷ کال د کب ۱۵» په سهار وختي شااوخوا پنځه بجې د بهسود ولسوالۍ اړوند د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه پر یوه خصوصي ساختماني شرکت شوې.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، په‌دې پېښه کې پنځه تنه بریدګر او ۱۶ تنه د دې شرکت کارکوونکي وژل شوي او د شرکت نهه تنه نور کار کوونکي زخميان دي.

نوموړي زیاته کړه:دا پېښه له غرمې مخکې لس نیمې بجې د پنځو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده، په‌دې پېښه کې ۱۶ تنه د دې شرکت کارکوونکي وژل شوي او نهه تنه نور يې ټپيان دي چې روغتون ته انتقال شوي دي، جګړه‌ییز عمليات پای ته رسېدلي او تصفیوي عمليات روان دي.

نوموړی وايي، امنيتي ځواکونو په سیمه کې د ځانمرګو دوه واسکټونه، یو موټر بم او نور ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له‌منځه وړي دي.
د دې شرکت زخمي شوي کارکوونکي وايي، دوی سهار لمانځه لپاره له خوبه پورته شوي وو چې یوه ډله وسله‌وال په دفتر ورننوتي او پر کارکوونکو يې ډزې کړي او لاسي بمونه‌يې غورځولي.

دوی زیاتوي: د شرکت زخمي کارکوونکی یم، موږ تقریباً ۳۰ تنو ميدان هوايي ته مخامخ شرکت کې کار کولو، لمانځه وخت و، تقریباً ۱۵ تنه اوداسه لپاره راوتلي وو چې دا انتحاریان راغلل لاسي بمونه‌يې هم واچول او ډزې يې هم کولې.
له دې وړاندې وروستۍ ډله‌ییزه وسله‌واله حمله د ننګرهار د کډوالو چارو پر ریاست شوې وه چې وروسته امنيتي ځواکونو په‌دې ولایت کې د داعش وسله‌والو ځپل او له تېرو اتو مياشتو راپه دې‌خوا دا لومړنی ډله‌ییز برید دی چې پر یوه ساختماني شرکت ترسره کېږي چې تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.
https://avapress.com/vdchwvnz-23n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته