د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
امریکا بهرنیو چارو وزارت: په دوحه کې افغانستان سولې خبرو کې پرمختګ شوي
15 حوت 1397 ساعت 21:34
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
ویاند رابرټ پلادینو د مارچ په شپږمه، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره باید لا هم کار وشي.
د افغانستان د سولې لپاره د دې وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د یوه پلاوي په مشري د طالبانو له استازو سره په خبرو لګیا دی.
خلیلزاد پرون پر ټوېټر ولیکل چې په دوحه کې یې د ازبکستان د بهرنیوچارو له وزیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
خلیلزاد په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو د ګډون هرکلی کوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په ایوا ایالت کې یوې غونډې ته وویل چې په دوحه کې د خلیلزاد په مشرۍ روانې خبرې ډېرې پېچلې دي.
مایک پامپئو وویل، هیله لري چې پهدې خبرو کې دومره پرمختګ وشي چې د لا پرمختیا لپاره یې دوحې ته سفر وکړي.
د امریکا حکومت وايي، له طالبانو سره په خبرو کې په داسې مواردو پسې ګرزي چې موافقه ورباندې کېدلای شي څو له هغه ځایه لوی پرمختګ ته لار جوړه شي.
د مطلب کود: 180901