کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رحیمي: د اوونۍ تر پایه به د پاکستان پر سر هند ته الوتنې پيل شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 حوت 1397 ساعت 10:35

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره هیله‌منده ده چې د اوونۍ تر پایه به د پاکستان پر سر هند ته الوتنې بیا پيل شي.



له یوې اوونۍ راهیسې پاکستان پر خپله فضا هغو الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه هند ته او له هند څخه افغانستان ته سفر کوي.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند قاسم رحیمي ازادي راډیو ته وویل:
"د هوایي ترافیک د برخې د همکارانو د راپور له مخې تمه ده چې په یو دوو ورځو کې د افغانستان او هند ترمنځ الوتنې د پاکستان پر فضا د تېر په څېر بیا پیل شي."
د پاکستان فضا وروسته تر دې د الوتکو پرمخ بنده شوه چې تیره اونۍ هند د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې بمباري وکړه او بیا پاکستان د هند دوې الوتکې وویشتې.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې په تیره یوه اونۍ کې هند ته د ایران له لارې پروازونه پيل کړي، خو دا لاره اوږده ده او د مسافرو لپاره یې لګښت د پاکستان تر لارې نژدې دوه برابره زیات دی.
 


د مطلب کود: 180918

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180918/رحیمي-د-اوونۍ-تر-پایه-پاکستان-پر-سر-هند-ته-الوتنې-پيل-شي

آوا
  https://www.avapress.com