دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 180925
هند او پاکستان پوځیانو بیا نښته کړی
د دې سربېره چې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو په خاطر ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، هندي او پاکستاني پوځیانو په کشمیر کې یو ځل بیا پر یوه بل ډزې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون دغو ډیپلوماتیکو هڅو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل: د ډیپلوماسي شخصي هڅې روانې دي، متحده ایالاتو ډېر مهم نقش لوبولی، همداراز نورو هېوادونو، اجازه راکړئ د چین نوم واخلم، روسیې ته اشاره وکړم، سعودي عربستان ته، نورو دوستانو ته لکه ترکیه، اردن، متحده عربي امارات چې د ډیپلوماسۍ له لارې یې هڅې کړې دي چې حالات ښه شي.

اسوشیټېډ پرس اژانس خبر ورکوي چې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ځواکونو پرون چهارشنبه یو بل تورن کړل چې لومړی ډزې یې په درنو او سپکو وسلو پیل کړې دي.
تر اوسه د سر او مال د اوښتو زیانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.
د هند او پاکستان ترمنځ شخړې وروسته تر دې زیاتې شوې چې د فبرورۍ په ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې تر ۴۰ ډېر هندي سرتېري په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شول.
هند تور پورې کړی چې په‌دې برید کې پاکستان لاس لري، خو پاکستان دا تور رد کړی دی او په پاکستان کې مېشتې جیش محمد ډلې د دې برید مسؤلیت منلی دی.
 
https://avapress.com/vdcauwn6m49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته