دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 180926
داعش تروریستی ډله ننګرهار پروني ډله ییز برید مسؤولیت ومانه
د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په ننګرهار کې د پروني ډله‌ییز برید مسؤلیت ومانه.

دغې ډلې د دغه برید د مسؤلیت اخیستو خبره د اعماق په نوم خبري اژانس کې چې په‌دې سخت دریځې ډلې پورې تړلی، کړې ده.
په دغه برید کې چې د ننګرهار هوایي ډګر ته نږدې په بهسود ولسوالۍ کې د «E.B.E» په نوم ساختماني شرکت وشو، د دې شرکت ۱۱ کارکوونکي وژل شوي دي.
تر دې مخکې د وژل شویو شمېر ۱۶ یادېده.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې د یوه ټپي حالت ښه نه‌دی.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: د کمپنۍ ۱۱ کارکوونکي شهیدان شوي، نهه تنه ټپیان شوي چې څلور ټپیان تر لومړنیو درملنو وروسته کورونو ته تللي، پنځه تنه تر درملنې لاندې دي چې د یوه تن حالت نازک دی.
دا حمله پرون سهار پنځو وسله‌والو د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه پر «E.B.E» خصوصي ساختماني شرکت وکړه او پنځه سره بریدکوونکي د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.
https://avapress.com/vdcb5gb80rhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته