دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 180930
سناتورانو له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ویستلو طرحه وړاندې کړه
په لایحې کې د امریکا له حکومت څخه غوښتل شوي چې په افغانستان کې بری اعلان کړي او د ځواکونو د وتلو لپاره ۴۵-ورځنی پلان وټاکي. که دغه لایحه ومنل شي، امریکايي ځواکونه به په یوه کال کې دننه له افغانستان څخه ووځي او خپل ټول تاسیسات به د افغانستان حکومت ته سپاري.

د متحدو ایالتونو دوو مخکښو سناتورانو رانډ پاول او ټام ودال د امریکا کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړې ده چې باید د افغانستان جګړه نوره ختمه شي.
دا دواړه د متحدو ایالتونو په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي دي، ښاغلی پاول جمهوري غوښتونکی او ودال دیموکرات دی.
په دغې لایحې کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته "له سپېڅلي خدمت نه وروسته امریکایي ځواکونه کور ته ستنیږي" نوم ورکړل شوی، چې لنډیز یې په انګلیسي کې "افغان" دی.
په لایحې کې د امریکا له حکومت څخه غوښتل شوي چې په افغانستان کې بری اعلان کړي او د ځواکونو د وتلو لپاره ۴۵-ورځنی پلان وټاکي. که دغه لایحه ومنل شي، امریکايي ځواکونه به په یوه کال کې دننه له افغانستان څخه ووځي او خپل ټول تاسیسات به د افغانستان حکومت ته سپاري.
په لایحې کې دا هم ویل شوي چې باید د افغانستان د کشالې د حل لپاره د بیا پخلاینې یو سیاسي چوکاټ جوړ شي او دغه بهیر پخپله افغانان مخ ته یوسي.
د سناتور پاول په ویبسایټ کې د هغه له خولې لیکل شوي: " نه ختمېدونکې جګړه زموږ ملي امنیت کمزوری کوي، اوسنی او راتلونکي نسلونه په قرضونو کې ډوبوي او د متحدو ایالتونو دښمنان زیاتوي. په تېرو څه باندې ۱۷ کلونو کې زموږ سرتېرو په افغانستان کې تر هغه زیات څه وکړل چې ترې غوښتل شوي وو.اوس یې وخت دی چې هغه بری اعلان شي چې موږ ډېر مخکې ترلاسه کړی دی. هغوی (سرتېري) کور ته راولی او د امریکا ضرورتونه تر هر څه لومړي کړئ."
دا لایحه د سه شنبې په ورځ (مارچ۶) وړاندې کړل شوې ده. د کانګرس غړي معمولآ په داسې مسایلو کې دا ډول لایحې وړاندې کوي خو لا معلومه نه ده چې دا نوې لایحه به تصویب شي که نه.
له دې سره همهاله د امریکا د کانګرس ځينو نورو غړو هم له سپینې ماڼۍ غوښتي چې د امریکا جګړې دې ختمې کړي.
دا ټول پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې په قطر کې له څو ورځو راهېسې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. ویل کیږي چې له افغانستان څخه د ځواکونو په وتلو او د بل چا پر ضد د افغان خاورې د نه کارولو پر مسایلو خبرې شوي، خو لا پوره جزییات یې خپاره شوي نه دي.
واشنګټن پوست وايي په افغانستان کې په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې له ترهګرۍ سره په جګړې کې د امریکا شاوخوا ۲۴۰۰ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰۰۰ نور یې ژوبل شوي دي.
ویل کیږي چې امریکا تر دې مهال په افغانستان کې شاوخوا دوه تریلیون ډالر لګولي دي. واشنګټن پوست وايي د امریکا لپاره د افغانستان جګړه د کال ۵۱ میلیارد ډالر لګښت لري.
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتېري دیره دي چې افغان ځواکونه روزي، سلا مشورې او تجهیزات ورکوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwz9qzak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته