دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 180934
د کابل ښار په لویدیځ کې څو پرله‌پسې چاودنې شوي
د کابل ښار د لویدیځې څنډې په قلعه ناظر سیمه کې نن د پنجشنبې په ورځ (کب/حوت ۱۶مه) د غرمې شاوخوا دولس بجې پرله پسې څو چاودنې وشوې.

د استقلال روغتون موظف ډاکټر جاوید یوسفپور رسنیو ته وویل، چې د پېښې له ځای څخه تر اوسه ۵ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي، چاودنې د هاوان د مرمیو د ویشتلو له امله شوي، چې د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې له یو کور څخه توغول کیدل.
هغه زیاته کړه "امنیتي ځواکونو د هاوان ویشتلو اصلي کس نیولی دی او څو نور کسان چې له هغه سره یې همغږي کوله هغوی هم پیژندل شوي او د پولیسو په کلابندۍ کې دي، ژر به هغوی ونیول شي یا به له منځه یوړل شي".
د چاودنې پر مهال د حزب وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د څلورویشتم تلین په مناسبت غونډه روانه وه، چې په کې د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو او ګڼ شمیر سیاسي مشرانو ګډون درلود.
د اجرائیه ریاست مرستیال محمد محقق غونډې ته وویل "غونډه تر برید لاندې نیول شوې، له هرې خوا هاوانونه ویشتل کیږي".
غونډه د امنیتي ګواښونو له امله وځنډول شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر او یو شمیر نورو حکومتي چارواکو او سیاسي مشرانو ګډون درلود.
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ډلې په یوې اعلاميې کې ویلي، چې په پېښه کې ښاغلي اتمر ته کوم زیان نه دی رسېدلی خو اته ساتونکي یې برسیرن ټپیان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaewn6y49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته