د استقلال روغتون موظف ډاکټر جاوید یوسفپور رسنیو ته وویل، چې د پېښې له ځای څخه تر اوسه ۵ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي، چاودنې د هاوان د مرمیو د ویشتلو له امله شوي، چې د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې له یو کور څخه توغول کیدل.
هغه زیاته کړه "امنیتي ځواکونو د هاوان ویشتلو اصلي کس نیولی دی او څو نور کسان چې له هغه سره یې همغږي کوله هغوی هم پیژندل شوي او د پولیسو په کلابندۍ کې دي، ژر به هغوی ونیول شي یا به له منځه یوړل شي".
د چاودنې پر مهال د حزب وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د څلورویشتم تلین په مناسبت غونډه روانه وه، چې په کې د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو او ګڼ شمیر سیاسي مشرانو ګډون درلود.
د اجرائیه ریاست مرستیال محمد محقق غونډې ته وویل "غونډه تر برید لاندې نیول شوې، له هرې خوا هاوانونه ویشتل کیږي".
غونډه د امنیتي ګواښونو له امله وځنډول شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني، د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر او یو شمیر نورو حکومتي چارواکو او سیاسي مشرانو ګډون درلود.
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ډلې په یوې اعلاميې کې ویلي، چې په پېښه کې ښاغلي اتمر ته کوم زیان نه دی رسېدلی خو اته ساتونکي یې برسیرن ټپیان شوي دي.